ټکنالوجينړیوال خبرونه

د کورونا ویروس له امله د فېسبوک کارونکي ډېر شوي دي

فیسبوک د امریکا د ټولنیزو رسنیو او ټیکنالوژۍ شرکت دی چې په کالیفورنیا ایالت کې مینلو پارک کې یی مرکزي  دفتردی. دا د مارک زوکربرګ لخوا تاسیس شوی ، د ملګري هارورډ کالج زده کونکو او د خونې ملګرو اډوارډو ساورین ، انډریو مککولم ، ډسټین ماسکوویټز او کریس هیوز سره یو څاۍ تاسیس شوۍ دۍ ، فیسبوک د نړۍ یو له ترټولو ارزښتناکه شرکتونو څخه دی. دا دمایکروسافټ ، ایمیزون ، آپیل ، او ګوګل سره یو له لوی پنځه ټیکنالوژۍ شرکتونو څخه شمیرل کیږي.اوسمهال کورونا ويروس په ټوله نړۍ کې د ټولنيزو رسنيو يا سوشل ميډيا کارول ډېر شوي دي، چې په دې کې تر ټولو زياته ګټه بيا فېسبوک او د فېسبوک اړوند اپليکېشنونوواله ته شوې ده

مارک زوکربرګ ويلي دي، چې په لومړي ځل هره مياشت له ٣ ميلياردو څخه زيات کسان د فېسبوک، انسټاګرام، وټساپ او مسينجر کاروي، چې په دې کې يوازې ٢ ميليارده او ٦٠٠ ميليونه کسان فېسبوک کاروي، همدا راز هره ورځ تر ٢ ميليارده او ٣٠٠ ميليونه څخه زيات کسان زموږ يو نه يو اپليکېشن کاروي

په اصل کې د ٣ ميلياردو کسانو شمېر بېخي زيات دى، ځکه په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ کاروونکي ٤ ميليارده او ٧٠٠ ميليونه شاوخوا دي. د کورونا له امله ډېر ځپل شويو هېوادونو کې بيا د فېسبوک مسينجر کې د غږيزو او ويډيويي زنګونو شمېر بېخي ډېر شوى دى.

نوموړي  يادونه کړې ده، هغه وايي چې په ايټاليه کې زموږ د اپيليکېشن په کارولو کې ٧٠ سلنه زياتوالى راغلى دى، همدا راز د انسټاګرام او فېسبوک د ژوندۍ ويډيوګانو په کتونکو کې هم دوه چنده زياتوالى راغلى دى، همدا راز د ګروپي ويډيويي زنګونو په شمېر کې زر چنده زياتوالى راغلى دى.

هغه همدا راز وايي، چې دوى هڅه کوي خپل ټول سرويسونه په سمه طريقه مخکې يوسي، ځکه دا په اوس وخت کې د دوى لپاره ستر چېلنج دى، چې ټول کارمندان يې له کورونو څخه کارونه ترسره کوي. فېسبوک په نږدې وخت کې د (مسينجر رومز) په نوم يو نوى ويډيو فيچر هم وړاندې کړى دى، چې په دې کې ٥٠ کسان په يو وخت ويډيويي کنفرانس کولى شي، د دې لپاره د فېسبوک اکاونټ ته هم اړتيا نشته، همدا راز په وټساپ کې يې هم په يو وخت دې ٤ کسانو شمېر ٨ ته پورته کړى دى، چې په يو وخت خبرې کولاى شي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button