خبرونه

مالیې وزارت: یوازې د یو ریاست ښځینو کارکونکو مو غوښتي چې خپل نارینه راوپېژني

مسعود

جولای 20, 2022

د عوایدو ریاست ښځینه کارکونکي باید په کور کې پاتې شي د طالبانو چارسمبالي حکومت د مالیې وزارت ومنله چې یوازې د عوایدو ریاست له ښځینه کارکوونکو یې غوښتي چې دوی دې پر کور کېنې او د کورنۍ نارینه غړي دې ور وپېژني چې د دوی پر ځای کار وکړي د دوی پر ځای د کورنۍ یو نارینه غړی  معرفي کړئ د دې وزارت له خوا په خپره شوې وینا  پاڼه کې راغلي دا غوښتنه یوازې د یوه ریاست له کارکوونکو شوې او هغه هم اجباري نه ده. له دې مخکې بریتانوۍ ورځپاڼې د ګارډین رپوټ ورکړی و چې د طالبانو مالیې وزارت له ټولو ښځینه کارکوونکو غوښتي چې کار ته دې نه ورځي او په خپل ځای دې د کورنۍ نارینه غړی معرفي کړي.