خبرونه

ګاک د عربي اماراتو شرکت دی او اسرایلو پورې تړاو نه لري

مسعود

جولای 30, 2022

په هوايي ډګرونو کې د افغانستان خلکو ته ښه خدمات وړاندې کول ګاک چې یو اماراتي شرکت دی . د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت چارې پر مخ وړي دغه شرکت د ډېر وخت راهیسې په افغانستان کې د هوايي ډګرونو مدیریت چارې  په غاړه لري دوي هر وخت هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو ته په هوايي ډګرونو کې  صداقت سره ښه خدمات وړاندې کړي او د افغانانو مشکل رفع کړي طالبانو له متحده عربي اماراتو سره د هوايي ډګرونو د فعالولو تړون لاسلیک کړ د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر د سه شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو، ترکیې او قطر سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته وویل، طالبانو له متحده عربي اماراتو سره په افغانستان کې د هوايي ډګرونو د فعالولو هوکړه لاسلیک کړې ده. د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند مرستیال غلام جیلاني وفا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د GAAC شرکت له استازي سره دا تړون لاسلیک کړی وو