خبرونه
افغانستان کې د نوي حکومت راتګ او ورسره اقتصادي ستونزې
مسعود
اگست 9, 2022
افغانستان نور هم له بېوزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی
د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدلو او د تېر حکومت د پرځېدو په پایله کې د جګړه ځپلي افغانستان وګړي لا نور له بېوزلۍ او له بدو اقتصادي شرایطو سره مخامخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې یا (UNDP) ویلي، په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۹۰ سلنې ته لوړه شوې او د سړي سر کلنی عاید له ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ۳۵۰ ته رالوېدلی دی
بهرنۍ مرستې، په بانکونو بندیز او د افغانستان د شتمنیو کنګل کول
د بهرنیو مرستو درېدو، پر بانکونو بندیزونو او د افغانستان د شتمنۍ کنګلول پر دغه اقتصادي کړکېچ څه اغېز کړی او د عامو خلکو ژوند یې له څه ډول کړاو سره مخ کړی په دې لړ کې عبیدالله حسام پر افغانستان د طالبانو د واک د یو کلنۍ په مناسبت د رپوټونو په لړۍ کې همدې ته کتنه کړې ده