جاوید امیرخېل په یوه نوې سندره کار کوي
د افغانستان مشهور سندرغاړی جاوید امیرخېل په یوه نوې سندره باندې کار کوي او وايي، چې د دغه سندرې کارونه په خلاصېدو دي او هېوادولو ته به د افغانستان د ابادۍ انګیزه ورکړي
جاوید امیرخیل د دریو رنګونو عکس خپور کړی دی
جاوید امیرخېل په خپله فیسبوکپاڼه کې د افغانستان د ملي بېرغ د درې رنګونو یو عکس خپور کړی دی او د نوې سندرې په اړه یې مینه والو ته زېری ورکړی دی. نوموړي په خپل پوسټ کې لیکلي دي: ((پر تاسې ټولو سلام درنښت! د منصوري سرود کارونه په خلاصیدو دي. د اګست په ۲۴ تاریخ به خپور شي. هیله مند یم چې د ګران افغانستان د ابادۍ انګیزه درکړي.))