لوبغاړو

  • نړیوال خبرونهکندهار ولايتي ادارې په کرونا باندې مصرف شوې بودېجې په اړه معلومات وړاندې کړل

    دکرونا وایرس په اړه جوړ شوئ پخوانئ فلم

    په دوه زره یولس ۲۰۱۱ کال کې د « کونټیجن» په نوم خپور شوی فلم چې دبالیووډ‌ مشهوره لوبغاړو کار پکښي کړی د کرونا وایرس ته انتهايي ورته کیسه کوي‌. په فلم کې یوه کاروباري مېرمن (پیلټرو) د یوه نابلده او پیچلي ‌وایرس له کبله مري . دغې ښخي ‌وایرس د چین د سفر پر مهال اخیستی وي . په فلم کې مړې شوې مېرمني ‌ته وایرس د چین په هانکانګ کې د یوه اشپز سره د لاس ورکولو پر مهال انتقال شي . هلته دوایرس نوم (ایم آې وي ون) ښودل شوی . فلم ښيي چې د اشپز ته وایرس له یوه خنځیر یا خوګ نه انتقال شوی وو. د فلم کیسه ښيي چې (پیلټرو) کله کورته ستنه شي ، نو د سختي ‌تبې او بیمارۍ له کبله مړه شي .د هغې زوی هم له مور نه دا وایرس واخلي ‌او سمدستي مړ شي ؛ خو د فلم ددغه کردار (پیلټرو) میړه (میټ ډیمن) د وجود دفاعي نظام پیاوړی وي او دا وایرس نه بچ شي او ژوندی پاتې شي . فلم کې د وایرس خپرېدل  فلم ښيي چې وروسته دا وایرس د نړۍ ټولو هیوادونو ته غځېږي او پراخ تلفات اړوي . حیرانونکې داده چې په فلم کې فرضي وایرس او د کرونا اوسنی وایرس دواړه ډېر سره ورته دي ؛ په فلم کې هم دا وایرس د انسانانو د یوبل سره له نېژدې کېدو، ټوخېدو او پرچي نه انتقالېږي او اوسنی کرونا وایرس هم هم دا ډول له یوه انسانه بل انسان ته ځي . په فلم کې هم دغه وایرس د تبي ، ټوخي او سابندۍ سبب کېږي او کرونا اوسنی وایرس هم هم دغه نښې لري . البته د خپراوي او مرګ شمېر فرق سره لري ؛ فلم ښيي چې په (ایم آې وي ون) وایرس د اخته کسانو ۲۵ فیصده ژوند له لاسه ورکوي ، خو اوسني کرونا وایرس کې دا فیصدي ۳ عشاریه ۴ ښودل شوې ده . په کونټیجن فلم کې چې کله نړۍ ته داخطرناکه وبا خپره شي ، نو د یوې اصلي انټیلجنس ادارې (ایپي ډیمک انټیلي جنس ادارې ) له لوري د وایرس د کنټرول لپاره هلي ځلي‌پیل شي . ددغې ادارې کارکونکي په وایرس د اخته کسانو پېژندنه کوي او بیلوي یې . په فلم کې د امریکا شیکاګو ایالت قرنطین کدل شي . داسي قرنطین شي لکه په چین کې د هوان ایالت چې وتړل شو .  کونټیجن یو مشهوراو د ګټې…

Back to top button