د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د «دیني عالمانو سترې مشورتي غونډې» ته تیاری نیسي د طالبانو حګومت ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په اتمه په کابل کې د ‘دیني عالمانو یوې سترې مشورتي غونډې’ ته تیاری نیولی دی. دا سرچینې وايي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د هرې ولسوالۍ دیني عالمان او قومي مشران برخه واخلي. تراوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې غونډې د جوړیدو اعلان نه دی. د تیرې مۍ میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د شته ستونزو او سیاسي مسلو په سر د مشورو لپاره په پام کې ده چې کابل کې یوه غونډه جوړه شي. ښاغلي مجاهد ویلي وو: “داسې یو پلان شته چې د موجوده ستونزو او ځینو سیاسي مسایلو لپاره یوه شورا جوړه شي، یو مجلس جوړ شي د افغانانو ترمنځ دا چې څه وخت به جوړیږي په یو مکانیزم باندې کار روان دی دا مکانیزم چې کله نهايي شو بیا به جزئیات خپاره کړو”.