متحده عربي اماراتو له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو اعلان وکړ
متحده عربي امارتو ولسمشر د افغانستان زلزله ځپونکو لپاره بېړنې مرستې اعلان کړې.د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه په افغانستان کې د زلزله ځپونکې منتقو ته یو مجهز طبي ټیم او یو ساحوي روغتون سره یو ځای د خوراکي توکو او لومړنیو طبي توکو سره یو هوايي پل پیل شو.
د مرستې موخه په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د اوسني وضعیت څارنه ده
د مرستو کولو موخه په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه د متحده عربي اماراتو دوامداره تعقیب او د هغه ویجاړونکې زلزلې د اغیزو کمول دي .د چهارشنبه په ورځ زلزلې د افغانستان په سویل ختیځ کې په زرګونو کسان مړه او ټپیان کړل اوسمهال په دغه سیمه کې د نورو توکو تر څنګ خوراکي توکو ته سخته اړتیا لیدل کیږي کومه چې متحده عربي اماراتو دولت درک کړه او دغه ځای ته ېې بېړنی مرسته ولېږدولې.