د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په داسې حال کې دغه ډول څرګندونې کړي چې، تر دې مخکې پوهنې وزارت ویلي و، د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانستنې مساله د سرپرست حکومت د رهبرۍ پرېکړې پورې تړلې ده.د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آرین وايي: تر هغې چې د افغانستان په ټولنه کې نوې اراده او همدارنګه د مشارکت حق ته باوري، د ښځو حضور ته درناوی، د ښوونې او روزنې اهمیت درک نه شي، دا ډول جوړښتونه نه شي کولای ګټور واوسي.