پاکستان افغانانو ته اجازه ورکړه چې په تذکرو کې  راشي د ننګرهار تورخم کمیسارۍ چارواکي وايي د پاکستان له لوري له دوه مياشتو بنديز وروسته په پېژندپاڼو افغانانو ته د راتلو اجازه ورکړې ده. دوی وايي په تېرو دوو ورځو کې درې زره افغانان په تذکرو هېواد ته راستانه شوي او دغه لړلۍ به تر اختره دوام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې يو کس هغه مهال ځان په ټېلر موټر وواهه چې پاکستاني ځواکونو نوموړي ته افغانستان ته د راتلو اجازه نه ورکوله . افغانستان ورته اجازه نه ورکوي چې د خپل هویت کارت وکاروي په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېدونکې ویډيو کې لیدل کېږي، چې په تورخم کې له ډيورنډ کرښې هغې خوا ته يوه سپين ږیري ځان تر ټېلر موټر لاندې کړی او مړ شوی دی. د پاکستان سفارت دغه کس پاکستانی او په لنډي کوتل کې د يوه پاکستاني خبريال پلار بولي، خو په پاکستان کې افغان سفير بيا مړ شوی کس افغان بولي او د پېښې لامل يې هم افغانستان ته په پېژندپاڼې د اجازې نه ورکول بللي دي