د افغانستان جنوبي ولایت
د افغانستان سوېلي ولایت کندهار نن د یوې غونډې کوربه دی چې شاوخوا درې زره کسان ورته رابلل شوي دي. طالب چارواکو ویلي، چې د غونډې ګډونوال به د دوی په وینا پر مهمو ملي مسالو بحث وکړي.
غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي وویل، “له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو له دوی څخه هم دا توقع لرو، چې افغانان پرېږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هېواد ونیوه.
امیر خان متقي زیاته کړه، د طالبانو مشرتابه پر بهرنۍ پالیسۍ بوخته ده، “که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، خو د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی. نوموړي دا هم وویل، که پاکستان ته یې اسیايي هېوادونو ته د خپلو توکو د لېږد لاره ورکړې، نو هندوستان ته هم د افغانستان مالونه رسېدلی شي.