کھیل

افغانستان دوهمه لوبه هم وبایلله

مسعود

اگست 12, 2022

ایرلنډ افغانستان ته ماتې ورکړه د افغانستان او ايرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه کې ايرلنډ افغانستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه. دغه سيالۍ چې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ ښار کې ترسره کېږي د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو به سوځېدو سره ۱۲۲ منډې جوړې کړې چې ايرلنډ د ۱۹ اورو په وروستي توپ پوره کړې. د افغان لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و د پيل دوه لوبغاړي يې رحمان الله ګوربز او عثمان غني د يوې يوې منډې په جوړولو سره وسوځېدل. حشمت الله شهيدي د ۳۶ منډو په جوړولو سره لوبه يو څه کابو کړه خو خپله وېکټه يې د ډېلني په توپ له لاسه ورکړه. ابراهيم ځدراڼ ۱۷، نوين الحق ۱۰، راشد خان ۹، عظمت الله عمرزي ۹، نجيب الله ځدراڼ ۸ او مجيب ځدراڼ يوه منډه وکړه د ايرلنډ ګرېټ ډېلني، جاش لېټل، کورټيس کمپر او مارک اډير دوې دوې وېکټې واخيستې.