خبرونه

د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره پر کورني مشروعیت د اروپايي ټولنې ټینګار او خبرې وکړې

مسعود تبصرې

اکتوبر 8, 2022

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي له طلوع  نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د کورني مشروعیت مساله اړینه بولي. توماس نېکلاسون وایي، تر اوسه سرپرست حکومت د کورني مشروعیت د خپلولو  لپاره داسې جرګه نه‌ده جوړه کړې چې ښځې او نارینه په‌کې ګډون ولري. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی  توماس نېکلاسون وايي: «بله مساله داده چې نړۍ څه په رسمیت وپېژني؟ طالبانو نه‌ده څرګنده کړې چې څه ډول یو سسټم لري او څرګند نه‌ده چې پخوانی اساسي قانون لا هم پر خپل ځای دی او که‌نه؟