متحده عربي امارات غواړي په دغه ولایت کې یو ګرځنده روغتون جوړ کړي
په خوست ولایت کې چارواکي وايي چې متحده عربي امارات غواړي په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره په دغه ولایت کې یو سیار
روغتون جوړ کړي
.
د خوست د هوايي ډګر رییس بهرام موسی په دې
هکله وویل:«د یوه کلینیک په هکله خبرې شوې دي. کار یې پیل شوی دی او ان شاالله ډېر ژر به یو کلینیک جوړ شي.ورته مهال اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس وايي چې زیانمنو ته د اماراتو د مرستو د برابرولو لپاره د اماراتو او خوست ولایت ترمنځ هوايي دهیلز رامنځته شوی دی
متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل وايي:«له دې وروسته چې په ولایتونو کې زلزله وشوه، متحده عربي اماراتو پرېکړه وکړه چې باید بیړنۍ مرستې ورسېږي او هغوی د خوست او اماراتو ترمنځ یو پل «برج - هوايي خط سیر» جوړ کړ چې د ورځې الوتنې کېږي.