لوبې خبرونه

د نور علي ځدراڼ پنځوسیزه او د اظهار الحق زبردسته توپ اچونه وکړه

مسعود

جولای 22, 2022

پامیر زلمي سپین غر ټایګرز ته ۱۲۶ منډې هدف وټاکه نور علي ځدراڼ د پامیر زلمي لپاره پنځوسیزه ووهله او اظهار الحق نوید بیا د سپین غر پړانګانو لپاره زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې پامیر زلمي د سپین غر پړانګانو ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه . د کرکټ لیګ د پامیر زلمي او سپین غر ټایګرز ترمنځ د کابل په کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي د شپږیزې کرکټ لیګ نهمه لوبه د کابل کرکټ لوبغالي کې د پامیر زلمي او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې پړانګانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې زلمي ته د توپوهنې بلنه ورکړه. پامیر زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې،