خبرونه

عربي امارات ابوظبي کې مېشت د۶۵۰۰ افغانانو ځانګړې پاملرنه کوي

مسعود

اگست 10, 2022

په ابوظبۍ کې مېشت افغانان عربي امارات ابوظبي ښار کې مېشت د۶۵۰۰ افغانانو ځانګړې پاملرنه کوي.افغانستان کې تحولاتو په راتګ سره ځینې افغانان دریم هېواد ته انتقال کړی شو دې کې ځینې افغانان ابو ظبي ته هم راوړل شو د عربې امارات حکومت د دغه افغانانو ځانګړې پاملرنه وکړه دوي د امریکا سره د یو اتحادي په توګه خپل وعدو ته ژمن پاتې شو او دغه افغانانو ته ېې ابو ظبي کې ځای ورکړ.د دوي هغه ټول حا جتونه ېې پوره کړل کوم چې د دوي ورځني ژوند کې پکار وو.دغه افغانان عربي امارتو کې ارامی سره مېشت دي او هيڅ قسمه ستونزې نه لري.او په دغه هېواد کې خوشاله همم دي باید یاده کړو چې عربي امارات د دغه افغانانو لپاره ځانګړې طبي یا روغتیايي اسانتیاوې برارې کړي دي دوي ته ېې ځانګړې کلینیکونه هم چمتو کړي دي کوم کې چې د دغه افغانانو وړیا درملنه کیږي دوي ته په بیړنې روغتیايي حالات یا وضعیت کې نورو روغتونونو ته هم اجازه ورکول کیږي.