د افغانستان خوست او پکتیکا ولایت کې تېره هفته شپې ناوخته  زلزله راغله او د ۱۰۰۰ څخه زیات هېوادوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.او دېری پکې ټپیان هم شو.به دې لړ کې د نورو ملکونو تر څنګ متحده عربي اماراتو مرستې وکړې.د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه په افغانستان کې د زلزله ځپونکې منتقو ته یو مجهز طبي ټیم او یو ساحوي روغتون سره یو ځای د خوراکي توکو او لومړنیو طبي توکو سره یو هوايي پل پیل شو د اماراتو حکومت روغتون ته بسترونه او درمل ولېږل د شیخ محمد بن زاید په ځانګړې لارښوونه بیړنی  روغتون جوړ شو هغه همداراز لارښوونه وکړه چې د ټپیانو زرتر زره درملنه وشي.د عربی اماراتو حکومت دغې روغتون ته  بسترونه او درمل راواستول دوي په دغه روغتون کې درمل مفت توزیع کوي او همداراز د عامو مریضان درملنه هم پکې کوي. دوي د نورو طبي کومکونو ترڅنګ ګرځند کلینیکونه د زلزله ځپلو لپاره فعال کړي دي.عربي امارات غواړي چې د افغانستان چې دوست هېواد ېې دی په هر ډګر کې مرسته وکړي دوي همېشه د افغانستان د ولس لاسنیوی کړی.