خبرونه

ملګري ملتونه : ۲۵ ملونه افغانان د بې وزلی ژوند تېروي

مسعود

اگست 13, 2022

د بشردوستانه چارو د همغږۍ سازمان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) تازه په يوه اعلاميه کې ويلي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ مېليونه وګړي په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ښايي سږ کال ۹۰۰ زره کسان خپل کاروبار له لاسه ورکړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ويلي، په اوس وخت کې د خلکو د اړتیاوو کچه په افغانستان کې د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده ډېره ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی رامز الاکبرف وايي: «نن خفه کوونکی واقعيت دا دی چې  په افغانستان کې د خلکو د اړتياوو کچه د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده زیاته ده او دا چاره به پرته له اقتصادي رغونې او معیاري بانکي سېسټم لرلو، یو اوږدمهاله او با ثباته تعامل چې له سره پیل شي، تر سره نه‌شي