خبرونه

ملګري ملتونو د پکتیکا او خوست زلزلو د لاملونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي

مسعود

جولای 23, 2022

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زلزلې د افغانستان په سویل خیتځو ولایتونو خوست او پکتیکا کې د تېرې میاشتې زلزلو لړۍ بیا، بیا تازه شوې چې دې چارې ګڼې پوښتنې او اندېښنې راټوکولې دي د دې زلزلې لاملونه باید وموندل شي لا خو د لومړۍ زلزلې ځپلې نه دي په کور شوي چې څو ورځې وړاندې بیا ورته ټکانونو ځمکه ولړځوله او بیا یې په خلکو نیم ودان کورونه راچپه کړل. له دې موضوع وروسته ډېرې غوښتنې دا دې چې د دې زلزلې لاملونه باید پیدا شي، بېلابېل نظرونه یې هم په تړاو شته چې ځينې یې لا په دې هم شکمن کړي چې ښایې دا اصلاً طبيعي زلزلې نه وي. له همدې امله په زلزله ځپلو سیمو کې خلک دې ته ډېر زړه نه ښه کوي چې د خپلو کورونو کومه خونه د بیا اوسېدو لپاره چمتو کړي.