د پېژندنې مسله یوازې د لویې جرګې له لارې راپورته کیدی شي
د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی له العربیه شبکې سره په مرکه کې په کابل کې د دیني عالمانو غونډه د طالبانو خپل منځۍ غونډه ګڼي او وایي، چې د رسمیت پېژندلو مسله یوازې د داسې لویې جرګې په جوړېدو سره مطرح کېدلای شي، چې د هېواد د ټولو قومونو او قشرونو په ځانګړې توګه د ښځو استازې په کې حضور ولري.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی «وروستۍ غونډه تر ډېره د طالبانو یوه خپل منځۍ غونډه وه، چې یو شمېر طالب چارواکو ه پکې حضور درلود. هغه څه چې ما یې څو میاشتې وړاندې غوښتنه کړې وه، لویه جرګه ده، خو دا د دیني عالمانو غونډه وه. عالمان د درناوي وړ دي، خو په لویه جرګه کې به د افغانستان د ټولو سیمو نارینه او ښځې ګډون ولري
له امریکا څخه اووه میلیارده ډالره