د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه
د افغانستان په اړه د اوسلو غونډه د سې شنبې په ورځ د ناروې په پلازمېنه کې د سیمې او افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون پیل شوه. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې ناسته کې به د نړۍ پر
اوسنيو ستونزو سربېره د افغانستان پر روان وضعیت په ځانګړي توګه پر سیاسي او بشري حقونو هم خبرې وشي. خو د افغانستان کړکېچ د دغې غونډې محوري موضوع ویل شوې ده
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې غونډه کې کارپوهانو او د افغانستان د سولې بهیر لوبغاړو هم ګډون کړی دی .د اوسلو غونډې د اعلامیې یوه برخه کې راغلي دي:«د اوسلو د سږنۍ مجمع د بحث وړ مسایل به د منځي ختېځ، اوکرایین، افغانستان، یمن، ونزویلا، ایتوپي او نورو سیمو وروستي بدلونونه وي. د غونډې ګډنوال به د بېلابېلو سیمو په هکله خپلې تجربې او موندنې شریکې کړي.
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي ګډون وکړي