نړیوال خبرونه

د افغانستان په هکله د اوسلو مجمع غونډه په ناروې کې جوړه شوه

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه

د افغانستان په اړه د اوسلو غونډه د سې شنبې په ورځ د ناروې په پلازمېنه کې د سیمې او افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون پیل شوه. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې ناسته کې به د نړۍ پر اوسنيو ستونزو سربېره د افغانستان پر روان وضعیت په ځانګړي توګه پر سیاسي او بشري حقونو هم خبرې وشي. خو د افغانستان کړکېچ د دغې غونډې محوري موضوع ویل شوې ده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې غونډه کې کارپوهانو او د افغانستان د سولې بهیر لوبغاړو هم ګډون کړی دی .د اوسلو غونډې د اعلامیې یوه برخه کې راغلي دي:«د اوسلو د سږنۍ مجمع د بحث وړ مسایل به د منځي ختېځ، اوکرایین، افغانستان، یمن، ونزویلا، ایتوپي او نورو سیمو وروستي بدلونونه وي. د غونډې ګډنوال به د بېلابېلو سیمو په هکله خپلې تجربې او موندنې شریکې کړي.»

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي ګډون وکړي

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران او د مخکیني حکومت ځينې سیاستوال او علمي کادرونه حضور ولري، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د افغانستان په هکله به د دې غونډې پایله څه وي؟

نور یی ولوله| ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی

نور یی ولوله| د کابل پوهنتون ځينې پوهنځۍ د استادانو له کموالي سره مخ دي

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وویل:«دا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ستونزو په هکله یوه عمومي غونډه ده، د دغې غونډه یوه برخه پر افغانستان ده او فکر نه کوم چې د دغې غونډې د پرېکړه لیک غږ دې ارګ ته ورسېږي.» په دې لړ کې کابل وایي، چې تر اوسه د دې غونډې له جوړېدو اطلاع نه لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت تراوسه په جریان کې نه دی؛ هغه وخت چې د دغې غونډې پایله معلومه شي، خپله تبصره به ولري.» دا په داسې حال کې ده، چې ناروې تېر ژمی د افغانستان په تړاو یوې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی اوسلو ته وربللی و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button