په دې وروستیو کې د دغه ولایت د ښوونځیو لپاره ۵۰۰ ښوونکي ټاکل شوي
که څه هم تازه د دې ولایت د ښوونځیو لپاره کابو ۵۰۰ تنه ښوونکي وګمارل شول، خو د فراه د پوهنې ریاست وايي، لا هم ددې ولایت په ښار او ولسوالیو کې ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي
د دې ریاست مسوولان وايي، دوی د ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې له زرو زیاتو ښځینه او نارینه ښوونکو ته اړتیا لري
د ښوونکو د نشتوالي له امله د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي
د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم وايي: «تقریباً زر ښوونکي چې موږ ته د وزارت له لوري راکړل شي؛ زموږ کمبود پوره کېږي، په ځانګړې توبه اطرافو کې، په مرکز کې زموږ یوه اندازه استادان شته. د فراه ولایت اوسېدونکي له مسوولو بنسټونو غواړي چې دې ستونزو ته پام وکړي، څو د ښوونځیو دروازې د ښوونکو د نهشتوالي له امله و نه تړل شي