نړیوال خبرونه

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي، دوی د ښوونکو د کموالي له ستونزې سره مخ دي

په دې وروستیو کې د دغه ولایت د ښوونځیو لپاره ۵۰۰ ښوونکي ټاکل شوي

که څه هم تازه د دې ولایت د ښوونځیو لپاره کابو ۵۰۰ تنه ښوونکي وګمارل شول، خو د فراه د پوهنې ریاست وايي، لا هم ددې ولایت په ښار او ولسوالیو کې ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د دې ریاست مسوولان وايي، دوی د ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې له زرو زیاتو ښځینه او نارینه ښوونکو ته اړتیا لري

د ښوونکو د نشتوالي له امله د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي

د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم وايي: «تقریباً زر ښوونکي چې موږ ته د وزارت له لوري راکړل شي؛ زموږ کمبود پوره کېږي، په ځانګړې توبه اطرافو کې، په مرکز کې زموږ یوه اندازه استادان شته. د فراه ولایت اوسېدونکي له مسوولو بنسټونو غواړي چې دې ستونزو ته پام وکړي، څو د ښوونځیو دروازې د ښوونکو د نه‌شتوالي له امله و نه‌ تړل شي

نور یی ولوله | د افغانستان په تړاو د تاشکند غونډه به له یوه ورځني ځنډ سره جوړه شي

نور یی ولوله | د کندهار په مرکزي بندخونه کې د ښځینه پولیسو حضور

د فراه اوسېدونکی اشرف وايي:د پوهنې ریاست دې کوښښ وکړي چې نوي او تکړه استادان وګماري، ځکه ولسوالۍ هېڅ استادان نه‌لري. د اناردرې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحمید وايي: «د ښوونکو کمښت ته په کتو، که زموږ ښوونکي کم وي، زموږ کوچنیان بې‌سواده پاتې کېږي او زموږ ټولنه بدمرغیو او ناخوالو لور ته ځي

له بلې خوا، د فراه ولایت یو شمېر فرهنګیان له حکومته غواړي چې د دې ستونزې اواري ته پاملرنه وکړي.

فرهنګي فعال عبدالرحمن ژوندی وايي: «ښوونکو ته دې لوړ معاش یا اضافه کاري وکړي، څو هغوی دوه یا درې وخته دنده تر سره کړي او راتلونکی نسل بې‌سواده پاتې نه‌شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button