طالبانو د مالیې وزارت ښځینه کارکوونکو ته امر کړی
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډين ویلي، طالبانو د مالیې وزارت ښځينه کارکوونکو ته امر کړی چې د کور کوم نارینه غړی دندې ته ورولېږي او پخپله په کور کېني، خو طالبانو بي بي سي سره خبرو کې دا رپوټ رد کړی
ښځې نشي کولی خپلې دندې پریږدي، نو د کورنۍ نارینه غړي باید له دندې ګوښه شي
دې ورځپاڼې ویلي چې په یاد وزارت کې له ځينو ښځينه کارکوونکو سره غږېدلې او د وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري یې هم دغه پیغام تر لاسه کړی دی. دغو مېرمنو ویلي، سپارښتنه ورته شوې چې په دفترونو کې د کار فشار زیات دی، ښځې یې له هودې نشي وتلی نو ځکه باید د کورنۍ نارینه غړی ورولېږي. یوه ۳۷ کلنه مېرمن، چې په رپوټ کې د مریم په مستعار نوم یاده شوې، د همدغو ښځو له ډلې ده چې له ګارډين ورځپاڼې سره خبرو کولو ته رضا شوې ده.