نړیوال خبرونه

د ښځو پر ځای یې د کور نارینه و ته دندې د طالبانو مالیې وزارت د ګارډین ورځپاڼې رپوټ رد کړ

طالبانو د مالیې وزارت ښځینه کارکوونکو ته امر کړی

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډين ویلي، طالبانو د مالیې وزارت ښځينه کارکوونکو ته امر کړی چې د کور کوم نارینه غړی دندې ته ورولېږي او پخپله په کور کېني، خو طالبانو بي بي سي سره خبرو کې دا رپوټ رد کړی

ښځې نشي کولی خپلې دندې پریږدي، نو د کورنۍ نارینه غړي باید له دندې ګوښه شي

دې ورځپاڼې ویلي چې په یاد وزارت کې له ځينو ښځينه کارکوونکو سره غږېدلې او د وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري یې هم دغه پیغام تر لاسه کړی دی. دغو مېرمنو ویلي، سپارښتنه ورته شوې چې په دفترونو کې د کار فشار زیات دی، ښځې یې له هودې نشي وتلی نو ځکه باید د کورنۍ نارینه غړی ورولېږي. یوه ۳۷ کلنه مېرمن، چې په رپوټ کې د مریم په مستعار نوم یاده شوې، د همدغو ښځو له ډلې ده چې له ګارډين ورځپاڼې سره خبرو کولو ته رضا شوې ده.

دې ویلي چې د یاد وزارت شاوخوا ۶۰ ښځينه مامورانو ته دغه پیغام ورکړل شوی دی. مریم پر لوړو زدکړو سمبال او له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې په دغه وزارت کې کار کوي. وايي، کورنۍ کې کوم نارینه هم نه لري او وېره لري چې دنده به له لاسه ورکړي.

نور یی ولوله | امریکا افغانانو لپاره د ایس ای وي ویزه اسانوي

نور یی ولوله | د افغان نجونو زده کړې؛ د م.م د سرمنشي استازی د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

نوموړې له هغو کم شمېر مېرمنو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یې دندې درلودې او خپلو کارونو ته تللې.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل بي بي سي پښتو ته د ګارډين د دغه رپوټ په ردلو سره ویلي چې، “داسې هېڅ کومه پرېکړه نه ده شوې. په دغه وزارت کې یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې ښځينه کارکوونکې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل دفترونو ته ورغوښتل کېږي، د تنخوا اخیستلو لپاه حاضري لاسلیکوي او بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

سرچینې همدا راز ویلي چې د حاضرۍ د امضا کولو په ورځ د وزارت نارینه کارکوونکو ته ویل کېږي چې په هغه ورځ وختي له دفترونو ووځي. مریم ګارډین ورځپاڼې ته له دې هم سر ټکولی چې د طالبانو له راتګ سره یې تنخوا کمه شوې ده. اغلې مریم وايي چې طالبانو حکومت یې تنخوا له شپیتو زرو افغانیو دولسو زرو ته راټيټه کړې چې د دې ‌په خبره، ان د خپل زوی د ښوونځي فیس هم نشي پرې پوره کولای.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button