خبرونه

د کندهار په مرکزي بندخونه کې د ښځینه پولیسو حضور

مسعود

جولای 25, 2022

د کندهار د مرکزي زندان ټولې ښځینه پولیسې خپلو دندو ته بلل شوې دي په کندهار کې د مرکزي زندان ټولې ښځينه پولیسې خپلو دندو ته ورغوښتل شوې دي. د دغه ولایت د مرکزي زندان مسوولین وايي، د پخواني حکومت پر مهال یې د زندان ټول اداري کارکوونکي خپلو دندو ته ورغوښتي چې ټولې ښځینه پولیسې هم په کې شاملې دي. د کندهار د مرکزي زندان په ښځينه بلاک کې ۵۰ ښځينه بنديانې ساتل کېږي د تېر حکومت پر مهال د کندهار په مرکزي زندان کې ۱۱ ښځینه پولیسو کار کاوه چې له ډلې یې اوس ۹ تنه بېرته خپلو دندو ته راستنې شوې دي. د کندهار د مرکزي زندان په ښځينه بلاک نژدې ۵۰ زندانیانې ساتل کېږي. ورته مهال د کندهار ښځیه پولیسې له خپلو نورو همکارانو غواړي چې خپلو دندو ته حاضرې شي.