نړیوال خبرونه

د کندهار په مرکزي بندخونه کې د ښځینه پولیسو حضور

د کندهار د مرکزي زندان ټولې ښځینه پولیسې خپلو دندو ته بلل شوې دي

په کندهار کې د مرکزي زندان ټولې ښځينه پولیسې خپلو دندو ته ورغوښتل شوې دي. د دغه ولایت د مرکزي زندان مسوولین وايي، د پخواني حکومت پر مهال یې د زندان ټول اداري کارکوونکي خپلو دندو ته ورغوښتي چې ټولې ښځینه پولیسې هم په کې شاملې دي.

د کندهار د مرکزي زندان په ښځينه بلاک کې ۵۰ ښځينه بنديانې ساتل کېږي

د تېر حکومت پر مهال د کندهار په مرکزي زندان کې ۱۱ ښځینه پولیسو کار کاوه چې له ډلې یې اوس ۹ تنه بېرته خپلو دندو ته راستنې شوې دي. د کندهار د مرکزي زندان په ښځينه بلاک نژدې ۵۰ زندانیانې ساتل کېږي. ورته مهال د کندهار ښځیه پولیسې له خپلو نورو همکارانو غواړي چې خپلو دندو ته حاضرې شي. زندان کې د ښځینه پولیسو مشره فریده وايي:«اووه میاشتې کېږي چې بېرته خپلو کارونو ته راستنې شوې یوو، زه خوشحاله یم چې دلته کار کوم او د خپلې کورنۍ د لګښتونه پوره کوم

نور یی ولوله | د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ۱۳ تنو مړینه

نور یی ولوله | ذبیح الله مجاهد: د امریکا متحده ایالاتو سره دوحه کې کړي ژمنې ېې پر ځای کړي دي

د زندان پولیس خدیجه هم څرګندوي:«۱۵ کاله مې په تېر حکومت کې دنده کړې ده، اوس اووه میاشتې کېږي چې د نوي نظام په راتګ سره خپل کار ته راستنه شوې یم او له خپل کاره راضي یم. د ښځینه وو په دې بلاک کې د سیاسي او جنايي ښځینه بندیانو تر څنګ یو شمېر په نشه يي توکو روږدې مېرمنې هم ساتل کېږي چې د درملني په موخه راوستل شوې دي.

د دې بلاک بندیانې په زندان کې د ښځینه پولیسو شتون یوه لویه اسانتیا بولي.زنداني حسینه څرګندوي:«زه له مېرمن فرېدې راضي یم، هغه موږ ته د بې مورۍ احساس نه راکوي، ډاکټر، د خوړو وضعیت په ټول کې له هره پلوه موږ ته متوجه ده. زنداني بختوره هم وايي: له موږ سره د مور او خور په څېر چلن کوي، تراوسه یې موږ ته هېڅ بدي نه ده رارسولې او موږ دلته د هغې له شتونه ډېر خوشحاله یوو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button