Uncategorized

اردوغان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پاکستان ته تللی

اردغان تېره ورځ پاکستان ته تللی.

د پاکستان صدراعظم عمزان خان د نوموړي دروند استقبال کرۍ دۍ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اسلام‌آباد کې له ولسمشر عارف علوي، صدراعظم عمران خان او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره خبرې کوي.

. له نوموړي سره پاکستان ته د ترکیې د حکومت یو شمېر چارواکي او د خصوصي شرکتونو مسوولين هم ملګري دي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اردوغان د دې سفر هدف د اسلام‌آباد او انقرې ترمنځ د ستراتیژیکو او اقتصادي اړیکو پراختیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه به اسلام‌آباد ته په سفر کې د ګډو ګټو یو شمېر تفاهم‌ لیکونه هم لاسلیک کړي، خو جزئیات‌یې نه‌ دي ورکړي

نوموړي نن د پاکستان قومي اسمبلئ ته بیان هم کړئ او هغه په خپل بیان کې پاکستان ته د ورور خطاب کړئ.

د عمران خان په حکومت کي دا د نوموړي اولنئ دوره ده پاکستان کې یاده دوره مهمه کڼړل کیږي  

نوموړئ به نن خپل سفر پائ ته رسوي او د خپل هېواد په لور به رونيږي 

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button