نړیوال خبرونه

اروپايي اتحادیه: روغتیايي خدماتو ته د افغان نجونو او ښځو لاسرسی اړین دی

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې دفتر ویلي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خدماتو لاسرسی حیاتي دی.

دغه دفتر د پنج‌شنبې په ورځ، د حوت ۲۳مه، د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د خپل پنځه ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ دغه پر اېکس پاڼه بیان کړې ده.

دې نمایندګۍ ویلي چې د نړیوال روغتیايي سازمان په همکارۍ یې له ۹۵ زرو څخه ډېرو افغان ښځو ته د ساري ناروغیو لپاره خدمات وړاندې کړي او له هغوی څخه له ۷۷۰۰ څخه زیاتې د بستر خدماتو څخه برخمنې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د روغتیايي خوندیتوب سیسټم پیاوړتیا د ناروغیو د خپریدو لپاره اغیزمن ځواب حیاتي دی. اروپا اتحادیه د هیواد په کچه د ساري ناروغیو د تشخیص او درملنې خدماتو پیاوړتیا ملاتړ کوي څو د ناروغانو روغتیايي پایلې ښه شي.»

دغه دفتر زیاته کړې چې د دوی پروګرامونو د روغتیايي کارکوونکو په روزنه کې مرسته کړې او له ۵۸۱ څخه ډېرو ښځو د رواني روغتیا په برخه کې، ۴۱ تنو د عفونت د مخنیوي او کنټرول او لابراتواري تخنیکونو په برخو کې نوي مهارتونه ترلاسه کړي دي، چې په دې توګه د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړ شوی دی.

اروپايي اتحادیې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پنځه ورځنی کمپاین پیل کړی و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button