اقتصاد او سوداګري

استانه ټایمز: روسیه او ازبکستان “ټرانس افغان پروژه” کې فعاله ونډه اخلي

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ازبکستان او روسیې یو مهم سند لاسلیک کړی، چې پر اساس به یې د “ترانس-افغان” ریللار پروژه رسماً پیل شي.

دا پروژه به منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي او د سیمې لپاره یوه ستراتیژیکه زیربنایي هڅه بلل کېږي.

دا سند چې د دواړو هېوادونو د ترانسپورت وزارتونو، د روسیې د ریللارې ادارې (Russian Railways)، او د ازبکستان د Temir Yollari ادارې ترمنځ لاسلیک شوی، د دې پروژې د امکان‌سنجۍ د مرحلې پیل ته لاره هواروي، چې ټاکل شوې ده په ۲۰۲۵ کال کې پیل شي. په دې پړاو کې به د مالونو د انتقال ظرفیت، د لارو د عملي‌والي، او اقتصادي ګټورتیا ارزونه وشي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د ریللارې چارواکي او د افغانستان یو پلاوی د مې په ۱۵–۱۶ د روسیې–اسلامي نړۍ د فورم پر مهال د کازان په ښار کې نورې خبرې وکړي. دا پرمختګ له هغه وروسته څرګند شو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، هیله وښوده چې درې‌اړخیز چوکاټي تړون به ژر لاسلیک شي.

ازبکستان، چې دمګړۍ د افغانستان له شمال سره مستقیمه ریللار لري، غواړي خپل ځان د روسیې، چین او جنوبي آسیا ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ یو مهم مرکز وښيي. د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې، تاشکند له طالبانو سره د حیرتان–مزارشریف رېل‌پټلۍ د چلولو او ساتنې تړون تمدید کړ. دا رېللار د چین–قرغیزستان–ازبکستان–افغانستان د سوداګرۍ د دهلېز یوه مهمه برخه ده.

دا هم ولولئ:  د تورخم دروازې په اړه د طالبانو او پاکستاني لوري تازه خبرې

تمه ده چې د دې پروژې ارزښت به هغه مهال نور هم ډېر شي چې د چین–قرغیزستان–ازبکستان رېل‌پټلۍ بشپړه شي، ځکه دا به چین ته د منځنۍ آسیا د هېوادونو یوه بله مستقیمه رېللار برابره کړي. دا مهال، سیمې ته د چین لاسرسی تر ډېره د قزاقستان له لارې دی.

له افغان چارواکو سره د همکاریو د اسانتیا په موخه، د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه د طالبانو پر ضد د ۲۰۰۳ کال بندیز لغوه کړ. په دې بندیز کې طالبان ترهګره ډله ګڼل شوې وه، خو اوس د روسيې دولتي ادارو ته اجازه ورکول شوې چې له طالبانو سره رسمي تعامل وکړي. دا اقدام د سوداګرۍ او زیربنايي همکاریو لپاره نوی فرصت رامنځته کوي.

د روسیې مرستیال صدراعظم، الکسي اوروچک، وویل چې د پالیسۍ دا بدلون به د روسیې صادرات پیاوړي کړي او د افغانستان د ترانسپورتي او لوژستیکي ظرفیتونو دروازې پرانیزي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button