نړیوال خبرونه

اسرائیل: “لبنان کې مو د حزب الله له ۱۰۰ زیات توغندیز سیسټمونه په نښه کړل”

اسرائیلو خبر ورکړی چې د لبنان په سوېل کې یې د حزب الله له ۱۰۰ زیات توغندیز سیسټمونه په نښه کړي او له منځه وړي دي

اسرائیل وايي جنګي جټ الوتکو یې د لبنان سویل کې د یوه وسله‌تون په ګډون کې د حزب‌الله غورځنګ اړوند تر سلو ډېر د توغندیو توغونکې سیستمونه او نور “ترهګریز ځایونه” په نښه کړي دي.‌

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ‘ای‌ډي‌ایف’ ویلي، د دوی لخوا هدف ګرځول شوي توغندي دې ته چمتو وو چې د اسرائیل پر لور وتوغول شي.

پر دغه اهدافو تر سره شوي بریدونه

تر اوسه لا روښانه نه ده چې په دغو بریدونو کې مرګژوبله هم اوښتې که څنګه.

د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، اسرائیلو د پنجشنبې ماښام مهال د دغه هېواد سویل کې لږترلږه ۵۲ هوايي بریدونه کړي او دا چې لبنان هم د اسرائیل شمال کې پر پوځي ځایونو ګوزارونه کړي دي.

afghan 2024 09 20t095212.583

تر دې لږ ورمخکې د حزب‌الله غورځنګ مشر حسن نصر‌الله ویلي وو چې اسرائیل په لبنان کې د مخابراتي الاتو په چاودنو سره له ټولو سرو کرښو اوښتي دي.

هغه دا د جګړې اعلان بللی و.

نوموړي ویلي، د پېجرونو چاودونو بریدونه- چې لږ تر لږه ۳۷ کسان یې ووژل، “له ټولو حدونو، اصولو او سرو کرښو تېرېدل دي، چې بې ګناه خلکو ته پکې هېڅ پام نه دی شوی.”

نور ولولئ:استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

نوموړي زیاته کړه: ”که د جګړې جنایت یې بولئ او که د جګړې اعلان یې بولئ او که بل هر نوم ورکوئ، چې سم یې تشریح کړي، همدا د دښمن نیت و.”

د پیچرونو له لارې د اسرائیلو بریدونه

د سې شنبې پر ورځ د زرګونو پېجرونو او پر چهارشنبه بیا په ورته توګه د ګڼ شمېر لاسي مخابرو چاودنو له کبله نژدې ۲۶۰۰ کسان ټپیان شوي وو.

ګڼ رپوټونه وايي، د اسرائیلو جاسوسۍ ادارې (موساد) په لبنان کې له چاودنې مخکې د حزب الله په زرګونو پېجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

د عکس تشریح،پر چهارشنبه په ګڼ شمېر مخابراتي الاتو کې چاودنې وشوې، چې له کبله یې مرګژوبله واوښته.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، روانه اوونۍ په لبنان کې د مخابراتي الاتو چاودونو د دې هېواد د عامې روغتیا په ”نازک سکتور کې جدي ګډوډي رامنځته کړې ده.”

د ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ادهانوم ګبریاسوس یوې خبري غونډې ته وویل، د دوی ادارې مسوولین په لبنان کې هغو خلکو ته وینه رسولې او هغه الات یې وېشلي چې په بېړنیز روغتیايي وضعیت کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button