Uncategorized

اسرائیل: په دمشق کې مو د حزب الله مالي مسئول وژلی

اسرائيل خبر ورکړ چې په دمشق کې يې د حزب الله ډلې مالي مسئول له منځه وړی دی

اسرائيل ادعا کوي چې د دوشنبې په ورځ يې د سوريې پلازمېنه دمشق کې په يوه هوايي بريد کې د حزب الله ډلې د مالي چارو مشر وژلی دی.

د اسرائيلو پوځ په دمشق کې د شوي بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده چې “موږ به په سوريه او بل هر ځای کې د حزب الله پر ضد عملياتو ته دوام ورکړو.”

د اسرائیلو د پوځ ویاند ډنيل هاګاري ويلي د برید موخه د حزب الله د مالي څانګې مشر او له ایران څخه دغې ډلې ته د پیسو د لېږدولو مسوول و.

د وژل شوي مالي مسئول په اړه

د پوځ وياند د دغه کس نوم او يا يې به اړه نور جزيات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې دغه کس د پخواني مشر له وژل کېدو څو اونۍ وروسته پر دې څوکۍ ګومارل شوى و.

حزب الله او ایران تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د سوريې د دفاع وزارت د اسرائیلو په بريد کې د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو او د دريو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت په يوه بيان کې ویلي چې “اسرائیلي دوښمن په استوګنيزه سيمه المزه کې د يوه ملکی وګړي ګاډی په نښه کړی دی.”

نور ولولئ: د اسرائیلو پوځ: د حزب الله مشر حسن نصرالله مو وژلی

نور ولولئ: پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله؛ د پېچرونو په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

د سوريې دولتي رسنيو ويلي، د پېښې په سيمه کې څو سفارتونه او د امنيتي ادارو دفترونه موجود دي. په دغه بريد کې موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی او څېرمه هوټل ته هم زيان اوښتی دی.

د حزب الله په مالي سرچینو د اسرائیلو بریدونه

تر دې وړاندې اسرائيلو د لبنان پلازمېنه بيروت او نورو ځايونو کې د يوه بانک پر څانګو چې وايي له حزب الله سره تړاو لري هوايي بريدونه کړي وو. اسرائيل وايي اوس د حزب الله ډلې مالي مرکزونه له منځه وړي.

د لبنان دولتي خبري اژانس د “القرض الحسن” ټولنې په نامه د بانک پر څانګو د بريد پخلی کړی.

همدا ډول په پلازمېنه بيروت کې د رفيق حريري نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه هم د ياد بانک پر څانګې د بريد خبر ورکړل شوی و.

د قرض الحسن بانک د پلازمېنې بيروت په ګډون په ټول هېواد کې له ۳۰ زياتې څانکې لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button