سیمه

اسلام اباد ته د طالبانو غبرګون؛ زموږ تر حاکمیت لاندې افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي

اړوند خبرونه: 

پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي او هیڅ چاته یې د ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کیږي.

حمدالله فطرت دغه خبرې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اندېښنو په ځواب کې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون (چهارشنبه) ادعا کړې وه، چې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې د پاکستان د امنیت لپاره اندېښنې رامنځته کړي.

نوموړي ویلي وو، چې دغه وسلې د ځینو ډلو له لوري پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کیږي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ وضعیت په دې وروستیو کې سخت ترینګلی شوی او وخت ناوخته د دواړه لوریو ترمنځ نښتې کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button