افغانستان

اشرف غني: د هېواد روان بحران په کنټرول کې مرسته کوم

پخوانی ولسمشر محمداشرف غني په یوه تازه پیغام کې ویلي، که ولس اړتیا وویني او غوښتنه وکړي، دی چمتو دی چې د هېواد د روان بحران د حل، د وضعیت د سمون او د پرمختګ لارو په ښودلو کې خپله ونډه واخلي.

هغه ټینګار کړی چې شخصي غوښتنې نه لري او هېڅ ډول مقام یا امتیاز نه غواړي، بلکې هدف یې د افغانستان د راتلونکي جوړښت او ثبات لپاره عملي لارې او تګلارې وړاندې کول دي.

غني ویلي، افغانستان په یوه حساس تاریخي پړاو کې دی او هېواد د دوو لارو ترمنځ انتخاب لري؛ یوه لاره د وضعیت ښه کېدل، د ملي یووالي تأمین او له کړکېچ وتل دي، او بله لاره د بحران ژورېدل او د لا زیاتو ستونزو لوري ته روانېدل.

دی زیاتوي، د دایمي سولې، ثبات، پرمختګ او نړیوال مشروعیت اصل د ولس پر اجماع، ملي خبرو اترو، همکارۍ او یو بل منلو ولاړ دی او پرته له دې هېڅ حکومت یا سیاسي نقشه نه شي بریالی کېدای او د یوې ډلې حکومت ته پاتې کېږي. ولسمشر وايي: «افغان ملت باید د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.»

هغه ټینګار کړی، که اعتماد، عدالت او ملي اجماع رامنځته شي، افغانستان کولای شي په راتلونکو کلونو کې له بحران په ویاړ ووځي او د داسې راتلونکي په لور وخوځي چې په ۲۰۴۷ کې د معاصر افغانستان د ۳۰۰مې کلیزې پر مهال د نړۍ سیال وي.

د ولسمشر غني دا پیغام په داسې مهال خپور شوی او د ملي یووالي، ملي اجماع او د ملي خبرو پر پيل ټینګار کوي چې، د نظر خاوندانو په باور طالبانو د څلورو کلونو په تېرېدو لا هم ولس ته مراجعه نه ده کړې او ولسي مشروعیت یې هم لا نه دی خپل کړی.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button