افغانستان کې د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ریاض ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې سعودي عربستان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو او د هغې د بدل شویو بڼو له امله د رامینځته شویو ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
دې ادارې پرون (دوشنبې د حوت ۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عربستان چارواکو، د نړیوال روغتیا سازمان عمومي رییس، د یونیسف اجرایوي رییس او ځینو نورو چارواکو ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی دی.
ویل کېږي چې دا بودیجه د سعودي عربستان لخوا د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې په ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم د یوې ځانګړې غونډه پرمهال ځانګړې شوې وه.
په بیان کې ویل شوي چې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت او د هغې شریکان به هر کال د واکسین په مرسته له پولیو څخه د ۳۷۰ ملیون ماشومانو په ساتنه کې همکاري وکړي او د دې وایروس لېږد به د تل لپاره ودروي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي چې لا هم پکې پولیو له منځه نه ده وړل شوې او لاهم د ماشومانو د فلج کېدو سبب کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د تېر کال له پیل راهیسې، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۲۵ یې په افغانستان او ۶۷ یې په پاکستان کې دي.