د کار نړیوال سازمان: افغانستان کې د ښځو د کار ونډه ۵ سلنې ته راټیټه شوې

د کار نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د ښځو د کار ونډه په وروستیو کلونو کې په بېسارې توګه کمه شوې او اوس نږدې ۵ سلنې ته رسېدلې ده.
د سازمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ښځینه کاري ځواک ګډون له ۱۶.۵ سلنې څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټیټ شوی دی. دا شمېرې ښيي چې افغانستان کې د ښځو د کار ونډه اوس د پخوانۍ کچې له درېیمې برخې هم کمه ده.
له اقتصادي فعالیتونو د ښځو محرومیت
د کار نړیوال سازمان ویلي، د ښځو له اقتصادي فعالیتونو پراخ محرومیت د افغانستان د کار بازار او اقتصاد پر راتلونکي هم منفي اغېز لري. د سازمان په وینا، یو باثباته کاري بازار هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د ټولنې لویه برخه له اقتصادي فعالیتونو بهر پاتې نه شي.
د راپورونو له مخې، پر زدهکړو او کار د محدودیتونو دوام د دې سبب شوی چې افغانستان کې د ښځو د کار ونډه په څرګند ډول راکمه شي. د کار نړیوال سازمان مخکې هم ویلي وو چې د ښځو پر کار محدودیتونو د هغوی د کارموندنې کچه په چټکۍ سره اغېزمنه کړې ده.
د نجونو پر زده کړو بندیز
سره له دې، د ښځو د اقتصادي ګډون کمښت یوازې د کار بازار ستونزه نه ده. د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د ارزونې له مخې، د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر اقتصادي ګډون محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵.۳ میلیارد افغانۍ زیان اړوي.
په داسې حال کې چې د کار نړیوال سازمان د ښځو د کار بازار ته د بېرته ستنېدو لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې، وروستۍ شمېرې ښيي چې افغانستان کې د ښځو د کار ونډه لا هم د نړۍ له تر ټولو ټیټو کچو څخه ده.



