Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

لوبې خبرونه

افغان لوبډله د اسیا ایمرجینګ جام سیالیو اتله شوه

په لومړي ځل افغان ابدالیان لوبډلې د ایمرجینګ جام سیالیو اتلوله وګټله

ددغه جام له ګټلو وروسته افغانانو په کور دننه او بهر افغانانو خوشالۍ وکړې او دغه سیالۍ یې ونمانځله.

د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې افغان ابدالیانو لوبډلې د شري لنکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه، چې ۱۱ توپونه یې لا پاتې وو او د ۲۰۲۴ کال اتلولي یې خپله کړه.

له دې مخکې شري لنکا الف لوبډلې د ټولو شلو اورونو له لوبولو او ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته افغان ابدالیانو لوبډلې خلاف ۱۳۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

په لومړیو کې د افغان لوبډلې لوبه

په ځوابي لوبه کې افغان ابدالیانو د زبید اکبري وېکټه له هېڅ یوې منډې جوړولو پرته له لاسه ورکړه.

له ده وروسته لوبډلمشر دروېش رسولي له صدیق الله اتل سره د ملګرتیا لپاره ډګر ته ووت. نوموړی د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او پر ځای یې تجربه کار کریم جنت د لوبې ډګر ته راووت.

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان ابدالیان لوبډله د اسیا ایمرجنګ جام سیالیو ته لار پیدا کړه

کریم جنت د درې شپږیزو پر مټ له ۲۷ توپونونو د ۳۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.

صدیق الله اتل د دې لوبړۍ نورو سیالیو په څېر په پایلوبه کې هم ښه وځلید او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه. نوموړی له ۵۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. اتل د اسیا ایمرجېنګ جام په دې سیالیو کې نژدې ۳۸۶ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی

صدیق الله اتل د لوبلړۍ غوره لوبغاړی او الله محمد غضنفر د نن پایلوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې د څوارلسو منډو بدل کې یې دوې وېکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان له لوري الله محمد غضنفر او بلال سمېع د پیل په لومړیو پنځو اورونو کې له شلو په کمو منډو ۴ شري لنکایي لوبغاړي وسوځول او له دې سره یې افغانستان ته په توپ اچوونه کې د ښه پیل بنسټ کېښود.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف بي‌بي‌سي ته د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو پایلوبه کې د افغان ابدالیانو لوبډلې د شري‌لنکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو خپله خوشالي ښولې.

نوموړی په یوه وېډیو وې‍ډیويي پیغام کې وايي، په اسیايي لوبډلو کې د تنکیو ځوانانو اتلولي ګټل اسانه کار نه دی، خو نن افغان لوبغاړو افغانستان ته یوه ستره اتلولي وګټله او هیله یې دا ده چې له همدې لوبغاړو ته ملي لوبډلې ته ښه لوبغاړي ولري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button