امرالله صالح: طالبان هڅه کوي چې قومي جوړښتونه له منځه یوسي
اړوند خبرونه:
امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي
د پرځېدلي جمهوریت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان د یوه ځانګړې پلان له مخې هڅه کوي چې په افغانستان کې قومي جوړښتونه او اساسات له منځه یوسي.
ښاغلی صالح پر خپله اېکس پاڼه په وروستي ټویټ کې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو تشې ته اشاره کوي او وايي، په افغانستان کې له قانوني نظام پرته هر ډول نظام تر سوال لاندې دی.
نوموړی زیاتوي، هغه واک چې د قوانینو پر بنسټ نه وي، د ولس غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی او نه هم مشروعیت لري.
امرالله صالح وايي، د طالبانو واکمني هېڅ ډول قانوني حیثیت نه لري او همدا لامل دی چې په افغانستان کې دننه یې بې ثباتۍ، بحران، فساد او بدمرغیو ته زمینه برابره کړې ده.
ښاغلی صالح د اساسي قانون د محتوا واک د ولس له اساسي حقونو بولي.
امرالله صالح د طالبانو له سختدریځو سیاستوالو بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د صالح وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.