کورني خبرونه

امریکا طالبانو ته مسقیم پیسې نه ورکوو

 امریکا  امریکا

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلی  طالبانو ته تر هغی پوری  مستقيمې پيسې نشو ورکولای  تر څو  چې کړنو کې يې بدلون رانشي د امریکا د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په هدف د افغانستان د کنګل شوې شمتنۍ  پرانیستلو په  تړاو  ويلي

چی  مونږ لا تر اوسه په دې اتقاق  نه يو چې په افغانستان کې د اوسني  حکومت له لوریپه مستقيم ډول طالبانو ته پيسې ورکړو. مونږ  د حکومتولۍ په تړاو د دوی په چارو  کې بسنټيز پرمختګ نه ګورو. ښاغلي سليوان چې تېره ورځ د سي اېن اېن تلويزيونې شبکې ته ویلی چی  اوس مهال امريکا هغه هېواد دی چې له افغانستان سره تر ټولو خورا بشري همکاری  کوي. مونږ څه دپاسه يو نيم ميليارد ډالره مرسته کړې چې د نړيوالو او نادولتي موسسو له لوری به دغه هېواد ته لېږدول کېږي. نوړوړی  وويل د امريکا توجه او تمرکز د

دا هم ولولئ | په هرات کې د نجونو د یو شمېر ښوونځیو پرانیستل

نړيوالې ټولنې،غير دولتي سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، د خوړو نړيوال پروګرام او نورو له  لوری يواځی  سږ کال د سلګونو ميليونو ډالرو مرستې چمتو  دي دا په داسې مهال  کې  چې طالب چارواکو  له امريکايي بانکونو څخه د افغانستان د بهرنيو اسعارو د لس ميليارده ډالرو د شتمنۍ پرانیستلو  غوښتنی  کړې د امریکا د ملي امنيت مشاور ټينګار وکړه چې دا له افغانانو سره د همکاری  لپاره تر ټولو غوره چاره ده ځکه پرته له دې چې د دغو همکاریو ځينې برخې په هغو ځايونو کې لګول  شوی  چې د امریکا د ملي امنيت لپاره ستونزې جوړوي

نوموړي د اګست پر ۱۵ د طالبانو واکمنیدو د مرکز  کابل د سقوط په تړاو  وويل  د امريکا استخباراتو او د ملي امنيت ادارې د دې اټکل نه کاوه چې کابل به د اګست له ۳۱ وړاندی  سقوط وکړي. ښاغلي سليوان د امریکا د ولسمشر جوبايډن دا خبره هم تکرار کړه چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه د امریکا په تاريخ کې تر ټولو

 اوږده جګړه وه خو  موږ باور لرو چې له افغانستان څخه په وتلو سره د امريکا ملي امنيت ښه خوندي کېږی دا په داسې مهال کې  چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون له فاکس نيوز سره په خبرو کې يو ځل بيا د افغانستان په تړاو د بايډن پر تګلارو انتقاد  کړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button