اوس د خیبر قبایلی ضلعی د چکر ځایونو ته اسانه ورتلاۍ شی

افغانستان –
د خيبر قبايلي ضلعې د سېل ځايونو ويډيو نشر کونکی او بلاګرښاغلی علي اختر اپرېدی وايي، د دوی په سیمو کې زیات داسې ځایونه شته چې سېلانیان ورته په اسانه توګه تګ را تګ کولای شي .
هغه د سېپټمېبر پر ۲۷مه د سېپټمېبر د سېلګرۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خبرو کې وویل دا وخت د خيبر تیرا او هايدرسر (ټاپ) سیمو ته ۹۳ کلومیټره پوخ سړک هم تلی دی او هوټلونه هم پکې د سیلانیان او تماشچیانو د پاره ښه زمینه برابره کړی ده او د ورځی او شپی په امن او امان تیرولی شی. ښاغلی اختر اپرېدی زیاتوي چې د خیبر منظره کونکی سیمې پېښور ته ډېرې نژدې.

د نوموړي په وینا دا زیاته کړه ، د تیرا هايدر کنډو، مدې تختکۍ، ساران سر (ټاپ) داسې ځایونه دي چې ډېر ښايسته او پرامنه دي او سیلانیان ورته ډیر د لری ځایونو نه راځی. هغلته به سرایونه او استوګنځایونه هوټلونه جوړوي، او د سېلانیانو د امنيت او امان لپاره به د سېلګرۍ ادارې پولیس ګوماري

اختر اپرېدی سېلانیان تشویقوی چې د دوی سیمو ته تګ را تګ وکړی خو دا مهال قبایلي سیمې چې له مخکی څه نا څه دوو لسیزو رادیخوا ترهګرۍ ځپلي هلته د سېلګرۍ قوی کیدو لپاره څومره امکانات شته او حکومت یې د ترقی لپاره څه نا څه ګامونه اخیستي دي؟
دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي
د هغو ضلعو لپاره د سېلګرۍ ادارې پراجيکټ ښاغلی مشر اشتیاق احمد خان وايي، د ۲۰۲۰ز کال پر ۳۱مه د ډېسېمبر د خيبر پښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې سېلګرۍ ته د ودی پراختیا او پرمختک ورکولو لپاره د درې اربو روپو يوه پروسه منظوره کړې ده چې هغو سیمو ته تګ را تګ لارې به پخوي او جوړوی،