سیمه

ایران: افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید له امله تر سخت ګواښ لاندې یو

ایراني چارواکي وايي، افغانستان کې د نشه یي توکو په تولید کمښت یوازې رسنیز کمپاین دی

سره له دې چې پر طالبانو سربېره د ملګرو ملتونو راپورونه په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید کمېدو خبره کوي، خو ایران بیا دا خبره ردوي. د دغه هېواد د نشه يي توکو ضد مبارزې د مرکز مرستیال محمد جمالو وايي، «په افغانستان کې د دې توکو د کمښت ادعا تر رسنیزو هڅو پورې ده.»

ښاغلي جمالو زیاتوي، په افغانستان کې لا هم د نشه يي توکو د تولید او یا پر صنعتي توکو د دودیز نشيه يي توکو د بدلېدو مخه نه ده شوې ده.

د ایران اندېښنه

نوموړی نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وايي، چې ایران له افغانستان سره د ګاونډیتوب له امله له ډېر ګواښ سره مخ دی.

د طالبانو واکمنېدو سره د دې ډلې مشر په افغانستان کې د نشه يي توکو پر تولید، کر او تجارت بندیز ولګاوه.

له هغه راهیسې دا ډله مختلفو ولایتونو کې د دې توکو د کروندو پرضد عملیات کوي.

نور ولولئ:  د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

نور ولولئ: ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

رویټر خبري اژانس تېر جون کې وویل، چې پر ۲۰۲۲ کال د طالبانو د مشر په فرمان پسې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، چې هیرویین یا پوډر ترې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارېد جون پر ۲۶ د نشه يي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل کلني راپور کې وویل، په افغانستان کې د تریاکو یا اپینو دغه بې ساري کمېدل به د افغانستان، ټرانیزیټي او مقصدي هېوادونو لپاره ګڼې پایلې ولري.

د تریاکو د تولید زیاتېدل

دا اداره وايي، د طالبانو بندیز سره به د نشه يي توکو مارکېټ کې د نګه یا سوچه هیروین یا پوډر هم کم شي.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم سږ کال په ځینې سیمو کې د تریاکو د تولید زیاتېدو نښې شته، خو پخوانۍ کچې ته رسېدلی نه شي.

دغه اداره وايي، د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو کې د اروپا، منځني ختیځ او سوېلي افریقا په مارکېټونو کې د افغان نشه يي توکو ریښتونی کمښت نه دی لیدل شوی، خو که افغانستان کې پرې بندیز روان وي، نو دا حالت به بدل شي.

ملګري ملتونه وايي، د دې توکو د تولید کمښت سره به د هغوی اړوند درملنه هم اغېزمنه او پوډر یا هیروین کاروونکي به نورو صنعتي نشه يي توکو ته مخه کړي.

په راپور کې راغلي چې په دغسې حالت کې به د روغتیا لپاره پام وړ خطرې زیاتې او د نیتازین په څېرځینې ځواکمنو نشه يي توکو په ګډون د مختلفو مخدره موادو کارېدل زیات شي.

د نیتازین په څېر ځینې پرمختللي نشه يي مصنوعي توکي دې وروستیو کلونو کې په اروپا کې دود شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button