ټکنالوجي

ایران د (نور-۳) په نوم سپوږمکۍ فضا ته ولېږله

ایران وايي، د نور-۳ په نوم سیاره یې فضا ته په بریالیتوب ولېږله

د ایران د مخابراتو وزیر عیسی زارع پور د دغې خبر له ورکولو سره ویلي ، سپاه پاسداران په بریالیتوب سره د نور – ۳ سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته رسولې ده.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، انځور اخیستونکې ښيې چې د نور-۳ سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې ۴۵۰ کیلومتره لېرې فضا کې ځای په ځای شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د نور-۳ سپوږمکۍ یې د درې پړاویز توغندي په مټ فضا ته توغولې ده. سپاه پاسداران وايي، نور- ۲ یې هم د ورته توغندي په مټ فضا ته استولې وه.

نور ولولئ: د روسیې توغول شوي فضایي بېړۍ مدار ته ورسېده

سپاه پاسداران د ۱۳۹۹ کال کې هم اعلان کړی وه ، چې د نور – ۱ سپوږمکۍ یې د توغندي په مټ له ځمکې ۴۲۵ کیلومتره لېرې د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړې ده.

هغه مهال سپاه پاسداران اعلان کړی و، چې دا د هېواد لومړنۍ ګڼ موخې او دفاعي سپوږمکۍ ده، چې د ځمکې مدار ته استول شوې.

د امریکا پوځ وايي، دا سپوږمکۍ او په کې ځای په ځای شوې تکنالوژي لرې واټن وېشتونکو توغندیو (بالستیک) سره مرسته کوي او دا تهران ته اجازه ورکوي، چې د لرې واټن ویشتونکي وسلې وتوغوي.

د اټومي وسلو په اړه د نړیوالو اندې زیاتېږي

دوی د هستوي توغندیو په اړه هم بیا بیا ورته اندېښنه ښودلې ده. خو تهران په پرله پسې ډول د امریکا دا ډول ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د ایران فضايي پروګرام د بالستیک توغندیو د پرمختیا لپاره کارول کېږي. ایران وايي، هیڅکله یې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې.

ایران په منځني ختیځ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د فضايي توغندیو ستر پروګرام لري خو د تخنیکي ستونزو له امله یې په وروستیو کلونو کې د څو سپوږمکیو توغول ناکام شوي دي.

پر ایران باندې د امریکا بندیزونه

د جو بایډن ادارې د ایران د دې هڅو له کبله د سپټمبر په ۱۹مه ایران باندې نوي بندیزونه ولګول، چې په ایران، روسیه، چین او ترکیه کې یې ډیر وګړي او ادارې اغیزمنې کړې.

نور ولولئ: هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي

زیاتره یاد بندیزونه د بې پیلوټه او نظامي الوتکو په پروګرامونو لګېدلي دي. د امریکا لخوا د ۲۰۱۸م کال کې په لګېدلو بندیزو کې د ایران درې فضايي څېړنیز سازمانونه هم شامل دي. هغه مهال امریکا یاد سازمانونه د بالستیک توغندیزو پروګرامونو په لرلو تورن کړي وو.

د ایران او امریکا تر منځ اړیکې لا هم ترینګلي دي، خو ایران لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو یورنایم غني کړي او پرمختللي وسلې تولید کاندي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button