سپورټ

بابر اعظم یو بل ریکارډ هم پخپل نوم کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم دریم لوبډلمشر شو چې د کرکټ په ټولو فارمیټونو کې سلیزه جوړوي.

د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم دا ویلړ د اسټرالیا خلاف په کراچۍ ټیسټ کې د ۱۹۶ منډو په جوړولو سره ترلاسه کړ او په دغه نوملړ کې خپل نوم ځای کړ.

بابر اعظم د لوبډلمشر په توګه په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې هم سلیزه وهلې ده، هغه لومړنی پاکستانی او په ټولیزه توګه دریم لوبډلمشر شو چې دا کارنامه ترسره کوي.

نور یی ولوله | په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې

له دې وړاندې دا کارنامه د سریلانکا پخواني لوبډلمشر تلکارتني دلشن او د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلیسي ترسره کړې وه.

د یادونې وړ ده چې بابر اعظم د اسټرالیا پر وړاندې د خپلې غبرګې سلیزې په جوړولو ونه توانېده او د څلور منډو په توپیر وسوځېده،

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button