ترکیه وايي چې ۲۴ افغان کډوال یې نیولي دي
اړوند خبرونه:
د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه
طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي
ترکي چارواکو د دغه هېواد په «بالیکسیر» او «بتلیس» ښارونو کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.
د ترکي رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې چې دا کسان په دوو جلا عملیاتو کې تر نیول کېدو وروسته د بهرنیانو د ایستلو مرکز ته لیږدول شوي دي.
ترکي چارواکو ټینګار کړی چې د اداري پروسیجرونو له بشپړولو وروسته به دا کډوال افغانستان ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اونیو کې په ترکیه، پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو نیول او بېرته رالېږل زیات شوي دي.
تازه د ترکیې د احصایې انسټیټیوټ ویلي چې افغانان له عراقیانو وروسته په ترکیه کې دویم لوی بهرنی نفوس جوړوي، چې شمیر یې ۱۳۹ زره ۲۵۱ کسانو ته رسېږي.
تر دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په تیرو پنځو کلونو کې یې په هیواد کې له یو میلیون څخه ډیر «غیرقانوني» کډوال نیولي دي، چې دا شمېر به په ۲۰۲۴ کې ۱۷۵ زره ۷۸۶ کسانو ته ورسیږي.
د رسمي شمېرو له مخې، په ترکیه کې له ۳۰۰ زرو څخه ډیر افغان کډوال ژوند کوي، چې ډیری یې د توقیف، د استوګنې محدودیتونو او جبري شړلو په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.