ترکیه کې د اور پېښه کې د قربانیانو شمېر په زیاتېدو دی
اړوند خبرونه:
کالیفورنیا کې ځنګلي اور له کنټرول وتلی او زرګونه کسان له خپلو سیمو وځي
امریکا کې د لګېدلي اور لمن تر هالیووډ ورسېده
د ترکیې یوه مشهور هوټل کې اور لګېدو لسګونه کسان وژلي او د ټپیانو شمېر هم په زیاتېدو دی.
د ترکیې په یوه مشهور هوټل کې د اور لګېدنې له کبله تر دې دمه ۶۶ کسان وژل شوي دي. ځینو کسانو د ځان ژغورنې لپاره د هوټل له کړکیو ځانونه لاندې اچولې دي. دغه اورلګېدنه سې شنبې په ځایي وخت د ماسپښین ۳:۲۷ د ګرانډ کارټل په نوم په یوه ۱۲ ستوریز هوټل کې پیل شوه.
دا د رخصتیو موسم دی چې له کبله یې په دې هوټل کې هم د مېلمنو ګڼه ګوڼه ډېره ده او شاوخوا ۲۳۴ کسان پکې وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي، هوټل کې له اورلګېدنې څو ساعته وروسته د وژل شویو شمېر لسو ته ورسېد او بیا ورپسې شمېرې لوړې شوې. د دغه وزارت په خبره دوه کسان له کړکیو د ټوپ وهلو له کبله مړه شوي دي.
د ترکیې عدلیې وزارت وایي، په هوټل کې د اور وژنې ۱۲ ساعته وخت ونیوو او د پیښې په تړاو د هوټل د څښتن په ګډون څلور کسان نیول شوي دي.
د ترکیې په رسنیو کې خپاره شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د هوټل له کړکیو ټوکرې ځوړند دي چې په مرسته یې ځینو کسانو غوښتل له اوره ځانونه وژغوري او له کړکیو ځانونه لاندې واچوي.