ترکیې په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت بند کړ
![afghan 2025 02 07t110533.611](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-07T110533.611-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه
طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي
د ترکیې حکومت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سفارت کنټرول په خپل لاس کې واخیست. د ترکیې د حکومت دا اقدام د طالبانو له بیا واک ته رسیدو درې کاله وروسته، په ترکیه کې د ديپلوماتیکو چارو په مدیریت کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي.
په انقره کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې وویل چې، سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته، څو ځله د دې ماموریت د کنټرول هڅه کړې وه، د ترکیې چارواکو اوس پرېکړه کړې چې د مخکیني حکومت له خوا ګومارل شوي سفیر او یو شمېر ديپلوماتان له دندې لرې کړي.
د بیان له مخې، دا پرېکړه د ترکیې د حکومت د غوښتنې او د ویانا د کنوانسیونونو له مخې شوې، چې له امله یې د افغانستان د جمهوري دولت د دورې د ټولو ديپلوماتانو دنده پای ته رسېږي.
په انقره کې د افغانستان د دیپلوماتانو رسمي باورلیکونه د روان ۲۰۲۵ د فبرورۍ له شپږمې څخه لغوه شوي دي.
د پخواني افغان حکومت له سقوط وروسته، یو شمېر سفارتونو او ديپلوماتیکو استازولیو—په ځانګړي ډول په لوېدیځو هېوادونو کې—د هغو ديپلوماتانو له خوا خپل فعالیت ته دوام ورکړی چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې ګومارل شوي وو. خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
لا هم روښانه نه ده چې ترکیه به طالبانو ته د سفارت د کنټرول اجازه ورکړي که نه، او که سفارت به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تر ادارې لاندې پاتې شي.
ترکیې په استانبول کې د افغانستان کونسلګري طالبانو ته سپارلې ده.
ترکیه د طالبانو له حکومت سره نسبتاً ښې اړیکې لري او نن سبا په افغانستان کې ګڼې تُرکي کمپنۍ په بیلابیلو پراختیايي پروژو کې په کار بوختې دي.