حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي
اسراییلو هوايي ځواک د (المغازي) په نوم کمپ بمبار کړی چې ۷۰ کسه بې ګناه کسان یې په کې شهیدان کړي دي
اسراییلو په غزه کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اړولي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي، اسرائیلي پوځ د فلسطیني کډوالو پر ‘المغازي’ کمپ بمبار کړی چې لږ تر لږه ۷۰ کسان یې وژلي دي.
برید د یکشنبې په ورځ شوی چې د وزارت په وینا، درې کورونه پکې بشپړ ویجاړ شوی.
تر اوسه کومې بلې سرچینې د دغې مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی او اسرائیلي پوځ بي بي سيته ویلي چې ددې خبر په اړه “څېړنه” کوي.
یاد کمپ د ګڼې ګوڼې ځای و
د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرة ویلي بمبارۍ کې “له ګڼې ګوڼې ډک یو استوګنیز ځای” په نښه شوی چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي ځکه چې د برید پر مهال ډېری کورنۍ په همدې استوګنځي کې وې.
بله خوا، د غزې تړانګې په شمال جبالیا کمپ کې پر یوه کور د اسرائیلو بمبارۍ کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي.
د المغازي کمپ بمبارۍ کې لسګونه ټپیان نژدې الاقصی روغتون ته لېږدول شوي.
نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ په خان یونس کې جګړه په ناورین بدلېدونکي ده
نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی
په انځورونو کې ښکاري چې ځینې د ځینو ماشومانو مخونه په وینو لړلي او په کڅوړو کې اچول شوي مړي بهر په کتار کې اېښودل شوي.
یوه پلار ویلي، خپله لور او لمسیان یې له لاسه ورکړي او کورنۍ یې له شمال نه د غزې مرکز ته د خوندیتوب لپاره لېږدېدلې وه.
“دوی د یوې ودانۍ په دریم پوړ کې اوسېدل. دېوال پرې رالوېدلی. زما لمسیان، زما لور او د هغې مېړه ټول له منځه تللي.
ښځې او نر د اسراییلو هدف ګرځي
موږ ټول هدف ګرځول کېږو. ولسي وګړي په نښه کېږي. هېڅ خوندي ځای نشته. دوی راته وايي له غزې ووځئ – اوس موږ مرکزي غزې ته راغلي یو چې ومرو”.
د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د اسرائیلو “شدیدې” بمبارۍ د مغازي او د کډوالو د دوو نورو کمپونو بریج او النصیرات ترمنځ د اصلي لارو د تړل کېدو لامل شوې او “د امبولانسونو او ژغوندویه ډلو کار ورسره له خنډ سره مخامخ شوی”.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته – چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل ونیول شول، پر غزه د اسرائیلو په بمباریو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی چې ډېریه یې ماشومان او ښځې دي او ۵۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو لا هم په غزه کې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عملیاتو ته دوام ورکړی او هر څه یې د ځمکې له تل سره یو شان کړي دي.