Uncategorized

درې کاله وړاندې د کرېکټ مشهور لوبغاړی شین وارن ومړ

له نن څخه درې کاله وړاندې، د مارچ میاشتې په ۴مه د کړکټ نړۍ پیاوړی توپ اچونکی او د اسټرالیایي نامتو لوبغاړي «شېن وارن» د زړه حملې له امله ومړ. وارن د ۱۹۹۹ کال د پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام وګاټه او د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ یې په ۱۹۴ يو ورځنيو لوبو کې ۲۹۳ لوبغاړي وسوځول.

نن د کړکټ نړۍ پیاوړي ورو توپ اچوونکي شېن وارن  درې کاله وړاندې د مارچ میاشتې په ۴مه د زړه حملې له امله ومړ.

وارن د خپل کرکټ ۱۵ کلن لوبيز ژوند په ۱۵۴ ټېسټ لوبو کې ۷۰۸ ویکټې اخیستې دي چې د نړۍ په کچه په دويم نمبر تر ټولو ډېرې ویکټې دي. وارن تر ۲۰۱۳ کاله په تجارتي شل اوریزو لوبو کې لوبېده خو له هغه وروسته د کرکټ له هر ډول سیالیو څخه لاس په سر شو او  په ۲۰۰۷ کال کې له نړیوالو سیالیو تقاعد واخیست.

شین وارن وروسته د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله او ترڅنګ یې په ځینو لوبو کې د کرېکټ مبصر په توګه هم کار کوه. شین وارن د تایلینډ په کوه ساموۍ کې په خپل کور کې د زړه حملې له امله د ۵۲ کلونو په عمر له فاني نړۍ پټې کړې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button