د اصغر د کپتانۍ ريکارډ ولمانځل شو
د اصغر د کپتانۍ ريکارډ ولمانځل شو افغانستان کرکټ ملي لولوبډلمشر اصغر افغان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د کپتان په توګه د ٤٢ لوبو د ګټلو ريکارډ لمانځل شوى دى.نوموړی دا رکارډ د ډېرو خلکو په حضور کې ولمانځل شو.
په سوشل میډیا کې د دغه غونډې عکسونه خپاره شوي دي، چې ويل کېږي د کابل په شهرنو کې اصغر افغان، د کرکټ بورډ ځينې کسان او د هغه ځينې ملګري راغونډ شوي و، چې د کېک په پرې کولو سره يې دا ريکارډ لمانځلى دى.عکسونو کې ليدل کېږي چې مختلف خلک پکې موجود دي او دا رکارډ پکې لمانځل کیږي.
په دې اړه ویل کیږي له اصغر افغان پرته پخوانى کرکټر او د کرکټ بورډ ډايريکټر رييس احمدزى، پخوانى کرکټر او پخوانى روزونکى هستي ګل عابد، د ملي لوبډلې پخوانى منېجر شېر اغا همکار، د ملي لوبډلې اوسنى منېجر نظيم جار عبدالرحيمزى او نور ښکاري.
هېره دې نه وي چې د زمبابوې لوبډلې ته په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ماتې ورکولو سره اصغر افغان د کپتان په توګه په دې بريالى شو چې په ٤٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بريا خپله کړي.نوموړي د دې نه وړاندې هم ډېر رکارډونه جوړ کړي دي.
تر هغه وړاندې د هند پخوانى کپتان مهيندر سينګ دهوني دا وياړ لرلو، چې په خپله کپتانۍ کې يې ٤١ لوبو کې بريا خپله کړې وه، چې اصغر افغان دغه ريکارډ مات کړ او ٤٢ لوبو کې يې بريا خپله کړه.نوموړي چې هر وخت میدان ته راغلی نو دافغانستان لپاره ېې ویاړونه راوړي دي.